ژبه

د لیبیا په سواحلو کې د لږ تر لږه ۱۵ کډوالو مړي موندل شوي

احمد صهیب حسرت

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۷

Views: ۶

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): لیبیا کې سرچینو ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې د یوې نجلۍ په ګډون، د لږ تر لږه ۱۵ کډوالو مړي د دغه هېواد د مدیترانې سمندر په ختیځو سواحلو کې موندل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې ښايي د دغو کډوالو لېږدوونکې بېړۍ د سفر پر مهال ډوبه شوې وي.

د لیبیا په سمندري ځواک کې یوې سرچینې، د لسو ژغورل شویو کسانو په حواله، ویلي چې په دې بېړۍ کې شاوخوا ۶۱ کسان سپاره وو او د قربانیانو جسدونه د مصر پولې ته څېرمه د طبرق ښار د ساحل له بېلابېلو سیمو راټول شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دوو امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی چې د موندل شوو جسدونو وضعیت ډېر خراب دی او ښايي په راتلونکو ورځو کې د ساحل په اوږدو کې نور جسدونه هم وموندل شي.