ژبه

د تهران او واشنګټن خبرې؛ د ایران، امریکا او پاکستان پلاوي سويس ته رسېدلي

سهراب سرورى

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۳

Views: ۹

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د ایران او امریکا مذاکره‌کوونکي پلاوي د خبرو اترو د نوي پړاو د پیل لپاره سويس ته رسېدلي او پاکستاني رسنیو هم سويس ته د خپل هېواد د لومړي وزیر او لوی‌درستیز د سفر خبر ورکړی دی.

تسنیم خبري اژانس تېره شپه راپور ورکړی چې د ایران مذاکره‌کوونکی پلاوی د «میناب ۱۶۸» په نوم د سويس زوریخ ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي شورا د مجلس رییس محمدباقر قالیباف د دغه پلاوي مشري کوي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي هم په دغو خبرو اترو کې ګډون لري.

له بلې خوا، سي‌اېن‌اېن نن سهار راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس له تهران سره د خبرو لپاره سويس ته تللی دی.

ونس ویلي: «زه یوازې یوه یا دوې ورځې هلته (په سويس کې) پاتې کېدای شم. هیله لرو چې د اټومي موضوع او همدارنګه په لبنان کې د اوربند په برخه کې پرمختګ وکړو. فکر کوم زموږ تمرکز به په همدې دوو اصلي موضوعاتو وي.»

د سويس د بهرنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه کې د جي‌ډي ونس د موټرو د کاروان د انځور په خپرولو لیکلي چې نوموړی د خبرو اترو ځای ته هم رسېدلی دی.

دغه راز راډیو پاکستان راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن سهار دغه هېواد ته رسېدلی دی.

د دې رسنۍ په راپور کې راغلي چې د پاکستان لوی‌درستیز عاصم منیر هم په دغه سفر کې له شهباز شریف سره ملګری دی.

په همدې حال کې، بي‌بي‌سي په یوه راپور کې لیکلي چې ټاکل شوې د ایران او امریکا پلاوي نن په سويس کې د بورګن‌اشتوک په هوټل کې د خپلو تخنیکي خبرو اترو لومړی پړاو پیل کړي.

د راپور له مخې، دغه هوټل په ۲۰۰۲ کال کې د سوډان د سولې خبرو اترو او په ۲۰۰۴ کال کې د قبرس د مذاکراتو کوربه و او دغه راز د ۲۰۲۴ کال په جون کې د اوکراین د سولې غونډه هم د لسګونو لوړپوړو پلاوو په ګډون په همدې ځای کې جوړه شوې وه.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ایران او امریکا پلاوي نن په همدې هوټل کې د خپلو تخنیکي خبرو اترو لومړی پړاو پیل کړي.