کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظور کړې، د دوو پروژو قراردادونو یې لغوه کړي او په ۲۰ نورو پروژو کې یې اړین تعدیلیونه راوستلي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه او دې غونډې ته ۴۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
سرچینه زیاتوي، له بحث وروسته د شاوخوا ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظور شوې او په ۲۰ پروژو کې یو لړ اړین تعدیلونه منظور شول.
خبرپاڼې له مخې، همداراز د دوو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي، د دوه پروژو قراردادونه له دې کبله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه یې د قراردادونو مطابق تطبیق ته چمتو نه وو او دغه شرکتونه له همدې امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شول.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک د اوبو ذخیروي بند، د بغلان ولایت د کېلهګي بند د جیوټیکنیکي مطالعاتو او په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه په ظرفیت د سړې خونې د پاتې چارو بشپړول، د امو سیند نفتي حوزې د نفتو د زېرمه کولو لپاره د لس زره ټنه ظرفیت لرونکو تاسیساتو ډیزاین او نصب، د ارزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۵۰ بستریز عمومي روغتون جوړول، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د باروړونکو موټرونو لپاره د ترمینل جوړول، د کابل ښار یو شمېر داخلي سړکونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو بشپړول شامل دي.
خبرپاڼې له مخې، یادې منظورې شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجې تمویلېږي.