ژبه

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې وینزویلا کې د زلزلو له امله د پراخو تلفاتو احتمال ښودلی

احمد صهیب حسرت

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۷

Views: ۱۷

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو د ځمک‌پېژندنې ادارې (USGS) ویلي چې په وینزویلا کې د زورورو زلزلو له امله د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال شته او لومړنۍ ارزونې ښيي چې د مړو شمېر ښايي له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ زره کسانو پورې ورسېږي.

رویټرز د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې په حواله راپور ورکړی چې لومړی د رېښتر په کچه ۷.۲ درجې زلزله او تر یوې دقیقې په کمه موده کې بله د ۷.۵ درجې زلزله د وینزویلا پلازمېنه کاراکاس ولړزاوه.

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې ویلي: «د درنو تلفاتو او پراخو زیانونو احتمال شته او ښايي دغه ناورین په پراخه کچه رامنځته شي.»

یادې ادارې زیاته کړې چې د لومړنیو اټکلونو له مخې، د مړو شمېر ښايي له ۱۰ زرو تر ۱۰۰ زرو کسانو پورې وي.

د وینزویلا لنډمهالې ولسمشرې دلسي رودریګز د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې په هېواد کې به بېړنی حالت اعلان شي او حکومت به د بیارغونې لګښتونو برابرولو لپاره له نړۍوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړي.

خو هغې تر اوسه د مړه شوو او ټپیانو رسمي شمېر نه دی اعلان کړی.

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر هم ویلي چې ګڼې ودانۍ او د استوګنې کورونه نړېدلي او امنیتي ځواکونه، ژغورونکې ډلې او ملکي دفاعي ځواکونه د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره د ژغورنې عملیات ترسره کوي. د هغه په خبره، د کاراکاس د چاکاو په سیمه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان د یوې نړېدلې ودانۍ له کنډوالو ژوندي را ایستل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او چارواکو خبرداری ورکړی چې د نورو پس‌لړزو د رامنځته کېدو احتمال هم شته.