ژبه

د افغانستان د پاراتکواندو ملي لوبډله سوېلي کوریا ته ولاړه

Khwaja Nasir Sideqi

۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۴

Views: ۴

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د افغانستان د پارا تکواندو ملي لوبډله سوېلي کوریا ته ولاړه.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د پارا تکواندو څلورکسيزه لوبډله د تمریني کمپ او د تکواندو ازادو نړۍوالو سياليو کې د ګډون لپاره سوېلي کوريا ته روانه شوه.

سرچینه زیاتوي، په دې لوبډله کې د افغانستان د پارا تکواندو لوبډلې درې ورزشکاران او یو روزونکی شامل دي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د سوېلي کوريا په کوربه‌توب د افغانستان، ايران، اوزبېکستان، اسپانيا، مصر، چين، ترکیې، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د جون میاشتې په ۳۰مه پیلېږي.