ژبه

کاناډا سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتله

سهراب سرروي

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۹:۵۸

Views: ۱۸

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۵):د کاناډا د فوټبال ملي لوبډله، چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام له کوربه هېوادونو څخه ده، سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتله.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، کاناډا د لوبې په وروستیو دقیقو کې د یوه ګول په وهلو سره سوېلي افریقا ته یو پر صفر ماتې ورکړه او د لومړۍ لوبډلې په توګه یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.

سټیفن اوستاکیو په ۹۲مه دقیقه کې د لوبې یوازینی ګول وواهه او کاناډا ته یې ارزښتناکه بریا ورپه برخه کړه.

کاناډايي لوبغاړو په لومړۍ نیمایي کې هم د ګول وهلو ښې موقعې لرلې او د مویس بومبیټو ضربه تر دې چې دروازې ته ننوځي، د سوېلي افریقا مدافعینو د ګول‌لاین له مخې بېرته وګرځوله.

کاناډا به د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې د هالنډ او مراکش د لوبې له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي؛ هغه لوبه چې د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي.