کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د کابل ښار په بازارونو کې د تېلو بیې د تېرو دوو ورځو په پرتله تر لس سلنې ډېرې لوړې شوې دي. پلورونکي دغه لوړوالی د نړیوال بازار د بدلونونو او سیمهییزو کړکېچونو پایله بولي، خو موټرچلوونکي د لګښتونو له زیاتېدو او عایداتو له کمېدو شکایت کوي او د نفتي توکو د بیو د جدي څار غوښتنه کوي.
د یادونې ده چې نن، سهشنبه د سرطان ۹مه، د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۵ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۷۰ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۶ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ وه.
د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي حکمتالله محمدي د تېلو د بیو د لوړېدو لامل د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو بیا پیلېدل وبلل او ویې ویل چې اوسمهال له ایران څخه افغانستان ته تېل نه واردېږي.
هغه زیاته کړه: «یوازې شمال پاتې دی، هغه هم سرک یې خراب دی او کار پرې روان دی؛ یوه ورځ له یوې خوا ټېلرونه پرېږدي، بله ورځ له بلې خوا وقفه رامنځته کېږي. یوازې د حیرتان له لارې راځي؛ کله چې واردات کم شي، بیې لوړېږي.»
بلخوا، د کابل ښار د شهرنو د تېلو ټانک مدیر نقیبالله نجیم وايي چې نن د دوو ورځو مخکې په پرتله په هر لېتر پټرولو کې ۹ افغانۍ او په هر لېتر ډیزلو کې ۵ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
هغه د تېلو د بیو د لوړېدو په اړه وايي: «لکه څنګه چې معلومه ده، نفت، تېل او ګاز ثابته بیه نه لري؛ د منځني ختیځ وضعیت او د ایران او امریکا جګړه پرې مستقیم اغېز لري، له همدې امله دایمي ثبات نه لري، په بدلون او تحول کې دی. له همدې امله درې ورځې کېږي چې بیې لوړې شوې دي.»
نوموړی وايي، دا یو نړیوال تجارت دی؛ له همدې امله تېل نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په نړیواله کچه هم لوړ شوي دي.
اقتصادي شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او جګړه د نړیوالو بازارونو په کچه د نفتي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوې او افغانستان هم د وارداتو پر تړاو، د ستراتېژیکو زېرمو نشتوالي، د واردوونکو شرکتونو محدودیت او د ټرانسپورټ د لوړو لګښتونو له امله له دې وضعیته اغېزمن شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د کړکېچ له پای ته رسېدو او په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د عرضې له زیاتېدو سره د بیو د کمېدو احتمال شته؛ خو د ده په باور، په بازار کې د رقابتي فضا رامنځته کول، د احتکار مخنیوی او د ستراتېژیکو زېرمو جوړول په افغانستان کې د نفتي توکو د بیو د کمېدو او ثبات لپاره له مهمو لارو چارو څخه دي.
ایا په رښتیا هم په نړیواله کچه د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي؟
د «Trading Economics» وېبسایټ د معلوماتو له مخې، نن په نړیواله کچه د یوه بېرل تېلو بیه ۷۳ اعشاریه ۸ امریکايي ډالره ده، په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې د یوه بېرل تېلو بیه ۷۴ اعشاریه ۴ ډالره وه.
سرچینه له حکومته غواړي چې د نفتي توکو بیې کنټرول کړي.
د موټرچلوونکو شکایتونه
صابر، چې په کابل کې د ښاري موټرو موټرچلوونکی دی، وايي: «دوه ورځې کېږي چې په یوه وار د کابل ښار په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي او دلیل یې هم نه پوهېږو.»
هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې له یوې خوا کاروبار نشته، له بلې خوا د تېلو بیې لوړې شوې دي؛ نه پوهېږو لومړی د تېلو مصرف پوره کړو او که د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله حلاله ډوډۍ برابره کړو.»
نوموړی له مسوولانو غواړي چې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې کنټرول کړي.
همدارنګه، محمود چې د ښاري ټکسي موټرچلوونکی دی، وايي: «د تېلو بیه رښتیا هم لوړه ده، خو بېکاري هم ده او دا وضعیت پر خلکو سخت تمامېږي.»
هغه هم له مسوولانو وغوښتل چې د نفتي توکو د بیو د کنټرول په برخه کې پاملرنه وکړي.
د مسوولانو ځواب
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو امر جواد دبیر وايي چې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران تر برید وروسته او ورپسې د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله په عمومي ډول په نړۍ کې د نفتو بیې لوړې شوې دي.
خو هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ وزارت هڅه کوي څو د نفتي توکو بیې راټیټې شي او له همدې امله له روسیې او نورو هغو هېوادونو سره په اړیکه کې دی چې نفتي توکي لري، څو واردات زیات شي.