ژبه

کابل کې د صنعت او معدن اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو

Ahmad sohaib

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۹:۲۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵): کابل کې د صنعت او معدن اونۍ ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو چې پکې بېلابېل توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د صنعت او معدن اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون د اسلامي امارت د چارواکو او بهرنیو ډیپلوماتانو په حضور کې نن (چهارشنبه) په کابل کې د افغانستان د صنعت او کانونو خونې له لوري پرانیستل شو چې اووه ورځې به دوام ولري.

په یاد نندارتون کې په شاوخوا ۳۶۵ غروفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د افغانستان د صنعت او کانونو خونې مسوولین وایي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د ودې او د افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ملاتړ کوي او هڅه کوي افغانستان پر یو صادراتي هېواد بدل کړي.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له لوري صنعتکارانو او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د نوموړي په خبره، افغانستان د صنعت او کانونو برخه کې د پرمختګ ښه ظرفیت لري او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

حنفي زیاته کړه، نن ورځ افغانستان په ډېرو برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د افغانستان د صنعت او کانونو خونې عمومي رییس احمد نبي‌زاده د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو وده او د افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو رامنځته کول وبلل.

هغه زیاته کړه، افغانستان یوازې د خامو موادو سرچینه نه ده، بلکې د یوه لوی صنعتي او اقتصادي بازار ظرفیت هم لري.

نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو غوښتنه وکړه چې د کاني توکو د پروسس برخه کې پانګونه وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي وویل چې هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، پرمختګ او سوکالۍ په موخه د اسلامي امارت د هر مثبت ګام هرکلی او ملاتړ کوي.

ښاغلي بیکدلي زیاته کړه: «د ایران او افغانستان اړیکې په رغنده لوري روانې دي چې د دواړو هېوادونو او سیمې د همکاریو د پیاوړتیا لامل ګرځي

په یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور وویل، د اسلامي امارت پالیسي سازګاره ده، هم د افغانانو په ګټه او هم د بهرنیانو په خیر ده.

انور زیاته کړه، اسلامي امارت تل خپلې پالیسۍ ته ژمن پاتې شوی او په هره برخه کې سترې لاسته‌راوړنې لري.