ژبه

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د بشري مرستو بودجې له بې‌ساري کمښت سره مخ دی

آرشیف

سهراب سروری

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۲

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه د ۲۰۲۶ کال د مرستو پروګرام اړتیاوې یوازې ۱۶.۹ سلنه تمویل شوې دي.

د دغه بنسټ عمومي منشي یان اګلنډ ویلي چې ۲۰۲۶ کال کولی شي د نړۍ د میلیونونو اړمنو کسانو لپاره «برخلیک ټاکونکی کال» وي او که مرستې زیاتې نه شي، د ډېرو خلکو ژوند له جدي خطر سره مخ کېدای شي.

د هغه په خبره، د روان کال تر نیمايي پورې یوازې ۳۰ سلنه د هغو بودجو اړتیاوې تمویل شوې دي چې د نړۍ له ۲۵۲ میلیونو اړمنو کسانو څخه ۱۴۳ میلیونو ته د مرستو رسولو لپاره اړینې دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د دغه بنسټ د نړۍ د هېر شوو بحرانونو په نوملړ کې شامل شوی او اوس د دغه هېواد د بشري مرستو پروګرام یوازې شاوخوا ۱۶.۹ سلنه بودجه تمویل شوې ده.

دغه بنسټ زیاتوي چې افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو بشري مرستو له ۴۰ سلنه ډېره له متحده ایالتونو ترلاسه کوله، خو د دغو مرستو له بندېدو وروسته د تمویل کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راکښته شوې ده.

د راپور له مخې، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه کډوال هم له ګاونډیو هېوادونو دغه هېواد ته راستانه شوي، یوازې ۱۱ سلنه بېرته راستانه شوي کارونه لري.

د ناروې د کډوالو شورا له مرسته‌کوونکو هېوادونو غوښتي چې بشري بودجه دې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ، نه د سیاسي او جیوپولیټیکي ملاحظاتو له مخې، ځانګړې کړي او مخکې له دې چې میلیونونه نور کسان له لوږې او بحران سره مخ شي، خپل ملاتړ دې زیات کړي.