ژبه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې پر یوه کافي‌خونه برید غندلی

Ahmad sohaib

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۸

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سوريې په پلازمېنه دمشق ښار کې پر یوه کافي‌خونه برید غندلی او دغه ډول بریدونه یې د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بللي دي.
د راپورونو له مخې، د سوریې په پلازمېنه دمشق ښار کې په یوه کافي‌خونه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد برید غندي او پر ملکي وګړو بریدونه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بولي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې اسلامي امارت دغه راز د سوريې امنيت او ثبات ته دغه ډول پېښې د اندېښنې وړ ننګونه ګڼي.