ژبه

د دفاع وزیر د بدخشان له سرحدي او ستراتیژیکو سیمو لیدنه وکړه

احمد صهیب حسرت

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۴

Views: ۶

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد شمال‌ختیځو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د کران و منجان، د زیباک له توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي محمدیعقوب مجاهد د خپل سفر پر مهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو هم لیدنه وکړه چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.

سرچینه زیاتوي د دې لیدنې پر مهال مولوي محمدیعقوب مجاهد د سرحدي ځواکونو د فعالیتونو او چمتووالي ارزونه وکړه، د هغوی هڅې یې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسوولیت دی.

د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې ترسره شي.