کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې یې یو کس له یوه صرافه د څه باندې درې میلیونه پاکستانۍ کلدارو او سل زره افغانیو د غلا په تور نیولی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ننګرهار ولایت د جلالاباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو وسلهوال غل د درې میلیونه او ۲۵۰ زره پاکستانۍ کلدارو او سل زره افغانیو د غلا په تړاو نیولی دی.»
د سرچینې په وینا، تورن د جلالاباد ښار د بهسودو پُل په سیمه کې یو صراف تعقیب کړی و او د یوې تومانچې په وسیله یې یادې پیسې ترې غلا کړې وې.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوي کس پر دې غلا اعتراف کړی او دوسيه به يې له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.