ژبه

ننګرهار کې یو کس له يوه صرافه د پیسو د غلا په تور نیول شوی

خواجه نصیراحمد صدیقي

۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۶

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې یې یو کس له یوه صرافه د څه باندې درې میلیونه پاکستانۍ کلدارو او سل زره افغانیو د غلا په تور نیولی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو وسله‌وال غل د درې میلیونه او ۲۵۰ زره پاکستانۍ کلدارو او سل زره افغانیو د غلا په تړاو نیولی دی.»

د سرچینې په وینا، تورن د جلال‌اباد ښار د بهسودو پُل په سیمه کې یو صراف تعقیب کړی و او د یوې تومانچې په وسیله یې یادې پیسې ترې غلا کړې وې.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، نیول شوي کس پر دې غلا اعتراف کړی او دوسيه به يې له لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.