ژبه

عراقچي: ایران تر اوسه د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی

سهراب سروري

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۳

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، تهران تر اوسه د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی، خو امریکا د دغه هوکړه‌لیک د نهمې مادې په نقضولو سره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت تېره ورځ (جمعه) د ایران په تړاو نوي بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې ۱۴ کسان او بنسټونه، د ایراني بانکوال علي انصاري په ګډون، په ایران کې درې صرافۍ او له هېواده بهر څو شرکتونه شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت یاد کسان او بنسټونه د «صوري» شرکتونو له لارې د پراخو مالي راکړو ورکړو په اسانه کولو، د بندیزونو په نقض کولو او د ایراني چارواکو او سپاه پاسداران په ګټه د پیسو په لېږدولو تورن کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه په خپاره کړي پیغام کې د امریکا د خزانې وزارت تازه بندیزونو ته په اشارې لیکلي چې دغه اقدام د امریکا د نورو ژمنو د ماتولو او «ناسمو کړنو» په دوام شوي دي.

ده زیاته کړې: «واقعیت روښانه دی؛ یوازینۍ لار دا ده چې دواړه لوري پر خپلو ژمنو پابند پاتې شي.»

عراقچي ویلي: «دغه سرغړونه د امریکا له نورو سرغړونو او تېروتنو وروسته شوې ده.»

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه په داسې حال کې لګول شوي چې د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک له مخې، امریکا ژمنه کړې وه چې د ایران د بندیزونو د کمولو او په پای کې د بشپړ لغوه کولو پر لور به ګامونه واخلي.