ژبه

د فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا بلجیم ته ماتې ورکړه او نیمه‌پایلوبې ته یې لار ومونده

هجرت‌الله کاکړ

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۹

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵): اسپانیا د فوټبال نړۍوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې بلجیم ته له ماتې ورکولو وروسته په دغو سیالیو کې نیمه‌پایلوبې ته لار ومونده.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربه‌توب روانې دي.

د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې تېره شپه د اسپانیا او بلجیم ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

په یاده لوبه کې اسپانیا بلجیم ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمه‌پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د اسپانیا لوبډلې لپاره د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې لومړۍ ګول فابیان رویز وواهه، ورپسې د لوبې په ۴۱مه دقیقه کې د بلجیم لوبغاړي چارلس ډي کیټیلار ګول ترلاسه کړ او له اسپانیا سره یې لوبه یو پر یو مساوي کړه.

همدارنګه په یاده لوبه کې د اسپانیا لوبغاړي میکل میرینو د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې ګول وواهه او د اسپانیا لوبډله یې بریا ته ورسوله.