کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي نصرت حقپرست د امریکا د کریس تاکو پادیلا پر وړاندې ماته وخوړه.
د راپورونو له مخې، د دواړو لوبغاړو ترمنځ سیالي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کالیفورنیا ایالت په ساکرامنټو ښار کې د «UFC» سازمان له لوري ترسره شوه.
حقپرست د دې په زړهپورې سیالۍ د درېیم راونډ په وروستیو ثانیو کې د خپل سیال په سبمېشن کې ګیر شو او سیالي یې وبایله.
۳۱ کلن افغان مبارز تر دې سیالۍ مخکې په ۲۴ مسلکي سیالیو کې ۱۸ بریاوې او شپږ ماتې ثبت کړې وې او په دې سیالۍ کې یې اوومه ماتې هم تجربه کړه.
دا د «UFC» د ازادو مبارزو په سیالیو کې د نصرت حقپرست پرلهپسې دویمه ماتې ده.
کریس پادیلا هم تر دې سیالۍ مخکې په ۲۴ مسلکي سیالیو کې ۱۷ بریاوې، شپږ ماتې او یوه مساوي پایله لرله چې په دې بریا سره یې اتلسمه بریا خپله کړه.