ژبه

نابینايي د لارې پای نه ده؛ د هغو کسانو کیسه چې په زده‌کړو خپل راتلونکی جوړوي

کوثر مصباح

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۳۲

Views: ۲۳

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ۱۴۰۵): ذاکرالله د کابل د نابینایانو په مسلکي انسټیټیوټ کې د سلګونو نورو نابینا ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترڅنګ نه یوازې قرآن‌کریم او د ښوونځي درسونه زده کوي، بلکې د کمپیوټر کارول او نور مهارتونه هم ترلاسه کوي؛ دا هغه ځای دی چې نابینايي په‌کې‌ د هیلو پای نه، بلکې پر ځان د باور پر لور د یوه نوي سفر پیل دی.

دغه انسټیټیوټ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې جوړ شوی، اوس له لومړي تر څوارلسم ټولګي پورې ۳۰۰ نابینا زده‌کوونکو ته، چې ۱۰۰ یې نجونې او ۲۰۰ یې هلکان دي، د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. زده‌کوونکي د عمومي درسونو او اسلامي علومو ترڅنګ د کمپیوټر او ځیرک ټیلیفون کارول، د څوکیو اوبدل او ورزش هم زده کوي.

د هیلو او پر ځان د باور کیسې

ذاکرالله چې د دغه انسټیټیوټ د درېیم ټولګي زده‌کوونکی دی، په یوه څنډه کې ناست او د قرآن‌کریم پر تلاوت بوخت و. هغه پژواک ته وویل چې خپلې ورځې د ښوونځي د درسونو په زده‌کولو او د قرآن‌کریم په حفظ تېروي.

هغه په داسې کورنۍ کې لوی شوی چې نابینايي ورته ناپېژندل شوې پدیده نه ده؛ د هغه تره او یوه خور هم د لیدو له نعمته بې‌برخې دي.

دی وایي: «کله ناکله به مې له ځان سره ویل: خدایه! ولې دې زه نابینا پیدا کړم؟ له تا مې غوښتل چې سترګې مې بینا کړې؛ خو کله چې وینم ځینې خلک د سترګو له لرلو سره سره داسې کارونه کوي چې الله تعالی ترې خوښ نه دی، بیا له ځان سره وایم: نه، شکر دی چې نابینا یم.»

ذاکرالله زیاتوي، نابینايي یې نه ده توانېدلې چې هیلې یې ترې واخلي؛ د هغه تر ټولو لویه هیله دا ده چې یوه ورځ د قرآن‌کریم بشپړ حافظ شي او خپلې زده‌کړې نورو ته هم ور وښيي.

د ذاکرالله کیسه د کابل د نابینایانو په مسلکي انسټیټیوټ کې د هیلو له سلګونو کیسو یوازې یوه ده؛ هغه ځای چې سلګونه نابینا ماشومان او ځوانان هره ورځ د زده‌کړو او مهارتونو په ترلاسه کولو داسې راتلونکی جوړوي چې په هغه کې جسمي محدودیت د بریا پر وړاندې خنډ نه وي.

محب‌الله اکبري، د دغه انسټیټیوټ یو بل زده‌کوونکی چې د قرآن‌کریم ټول دېرش سپارې یې له ژباړې سره حفظ کړي، وایي چې د قرآن‌کریم حفظ او تلاوت یې ژوند ته معنا او هیله ورکړې ده.

هغه وویل: «هره ورځ چې د قرآن‌کریم تلاوت کوم، د خوښۍ احساس کوم او زړه مې ورځ تر بلې روښانه کېږي؛ هېڅکله دا احساس نه کوم چې نابینا یم.»

محب‌الله په شونډو له خوږې موسکا سره زیاته کړه: «کورنۍ مې هم پر ما ویاړي، ما د خپل سر تاج ګڼي او وايي: الله تعالی دې زموږ او ستا دنیا او آخرت نېکمرغه کړي او په آخرت کې دې زموږ شفاعت کوونکی شې.»

هغه له ټولو ځوانانو، که بینا دي او که نابینا، وغوښتل چې زده‌کړې وکړي، هڅه وکړي، خپل شخصیت جوړ کړي او د خپل ارزښتناک وخت له ضایع کولو ډډه وکړي.

د یوه نابینا ښوونکي رسالت

د دغه انسټیټیوټ د اسلامي زده‌کړو ښوونکی محمدیوسف حنیفي، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې هره ورځ له نابینا زده‌کوونکو سره په ټولګي کې ناست وي؛ هغه تجربه چې د ده په وینا، یوازې دنده نه، بلکې یو ارزښتناک رسالت دی. دی چې په خپله هم نابینا دی، دې قشر ته خدمت کول لوی ویاړ ګڼي.

هغه وايي: «دغه ۱۵ کلونه مې په خوښۍ تېر کړي او خوشحاله یم چې د خپلو هم‌برخلیکو ته خدمت کوم. له بلې خوا، د قرآن‌کریم ښوونه هم دنیوي بدله لري او هم اخروي اجر. د اسلام پیغمبر (ص) فرمایلي دي: په تاسو کې غوره کس هغه دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي. له همدې امله، دا دنده د ځان لپاره یو سپېڅلی مسوولیت ګڼم.»

حنیفي وايي، په دغو کلونو کې یې ډېرو بااستعداده زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکړې دي؛ هغو زده‌کوونکو ته چې ثابته کړې یې ده، نابینايي هېڅکله د پرمختګ خنډ نه ده.

هغه خپل یوه پخواني زده‌کوونکي ته په اشارې زیاتوي: «قاري خالد، چې تېر کال زموږ له انسټیټیوټ څخه فارغ شوی، د قرآن‌کریم د قرائت په سیالیو کې ګډون وکړ او روښانه پایلې یې ترلاسه کړې. نن هغه د افغانستان له غوره قاریانو ګڼل کېږي او بریا یې زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»

دغه ښوونکی په پای کې کورنۍ او نابینا کسان هڅوي چې د زده‌کړو له فرصتونو ګټه واخلي.

د انسټیټیوټ ننګونې او لاسته‌راوړنې

د کابل د نابینایانو مسلکي انسټیټیوټ تدریسي مدیر صدیق‌الله یعقوبي پژواک ته وویل، د نجونو او هلکانو لپاره د جلا ودانیو په جوړېدواو د ترانسپورتي خدمتونو په برابرېدو سره د زده‌کوونکو ښوونیز شرایط ښه شوي دي.

یعقوبي په ورته وخت کې د نابینایانو لپاره د سړکونو او پلو لارو نامناسبوالی او د کاري فرصتونو کمښت د هغوی له مهمو ستونزو وبلل او له دولتي او نادولتي ادارو یې وغوښتل چې د معلولیت لرونکو کسانو، په ځانګړې توګه د نابینایانو، استخدام ته ډېره ونډه ځانګړې کړي.

هغه په افغانستان کې په بریل لیکدود د قرآن‌کریم د لومړۍ بشپړې دورې چاپ، د بریل مطبعې او روغتیايي کلینیکونو جوړول د دغه مرکز له مهمو لاسته‌راوړنو یاد کړل او ویې ویل، د نجونو څانګې لپاره د یوې معیاري ښوونیزې ودانۍ، جمنازیم او تفریحي پارک جوړول د انسټیټیوټ په راتلونکو پروګرامونو کې شامل دي.

د دغه انسټیټیوټ په دهلېزونو کې د لکړو غږونه د قرآن‌کریم د تلاوت له اواز او د زده‌کړې له شور سره یوځای کېږي. دلته نابینايي د لارې پای نه ده، بلکې د داسې سفر پیل دی چې زده‌کوونکي په‌کې په ایمان، پوهه او مهارت خپل راتلونکی په خپلو لاسونو جوړوي.