کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د مکسیکو په خالیسکو ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه ترافیکي پېښه تېره شپه ناوخته د ګوادالاخارا او ټېپیک ښارونو ترمنځ پر لویه لاره د څو موټرو چې یو باروړونکی موټر هم پکې شامل و، د ټکر له امله شوې ده.
د خالیسکو ایالت د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي چې په مړه شوو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د راپور له مخې، د مکسیکو د ملي ګارډ دوه غړي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره د ګوادالاخارا ښار ماګدالنا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د همدغه راپور له مخې، څلور امریکايي وګړي چې سطحي ټپونه یې اخیستي، په امبولانسونو کې د ګوادالاخارا ښار اربولداس روغتون ته لېږدول شوي دي.