ژبه

د بریدونو اوومه ورځ؛ امریکا او ایران د یو بل پر ضد د بریدونو خبر ورکړی

سهراب سرورى

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۲

Views: ۲۵

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): امریکا وایي، پر ایران یې د تازه بریدونو په لړ کې د دغه هېواد څارنیز مرکزونه، لوژستیکي زېربناوې، د وسلو تر ځمکې لاندې زېرمتونونه او سمندري وړتیاوې په نښه کړې دي؛ ایران بیا وایي چې په کویټ او اردن کې یې د امریکا پر اډو، رادارونو او د مهماتو پر زېرمتونونو بریدونه کړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د افغانستان پر وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو پر ایران د تازه بریدونو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه «د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو» په موخه طرحه شوي دي.

دغه قوماندانۍ وروسته نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یوې بلې اعلامیې په خپرولو پر ایران د بریدونو د پای ته رسېدو خبر ورکړی.

د سنتکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران «څارنیز مرکزونه، پوځي لوژستیکي زېربناوې، د وسلو تر ځمکې لاندې زېرمتونونه او سمندري وړتیاوې» په نښه شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو له جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي بېړیو څخه کار اخیستی دی.

دغې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د ایران پر بندرونو سمندري محاصره په بشپړ ډول عملي کوي.

دغه راز د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ایران په بریدونو کې په عریفجان کې د امریکایي ځواکونو د مېشتېدو ځای او په کویټ کې د علي‌السالم پوځي اډې رادار له منځه وړل شوي دي.

سپاه پاسداران ویلي: «هغه هېوادونه چې د امریکا د پوځیانو کوربه‌توب کوي، باید متقابل ځواب ته چمتو وي.»

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم ویلي چې د دغه هېواد بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو د العدیري په کمپ کې د امریکا د پوځ د مهماتو زېرمتون، د علي‌السالم په اډه کې د قوماندانۍ ودانۍ او د مهماتو زېرمتونونه او په کویټ کې څو ارتباطي پلونه په نښه کړي دي.

د ایران د پوځ د اعلامیې له مخې، په اردن کې د الازرق په پوځي اډه کې د امریکا د پوځ د سون‌توکو زېرمتونونه هم د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

بلخوا، تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران له قوله لیکلي، که امریکا د ایران پلونه او ترانسپورټي زېربناوې په نښه کړي، نو په سیمه کې به هغه صنعتي شتمنۍ او د معلوماتي ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا شرکتونه د ایران د بریدونو هدف وګرځي چې امریکا په کې ونډه لري.