کابل (پژواک) ـ د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي چې دغه هېواد نندارې ته د «بمبونو پلار» په نوم د یوې نوې وسلې د وړاندې کولو لپاره چمتووالی نیسي، خو د دې وسلې د ډول او وړتیاوو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، محبي تېره ورځ ویلي: «امریکا مخکې د بمبونو مور کارولې ده او موږ اوس هڅه کوو چې د بمبونو پلار نندارې ته وړاندې کړو، چې دښمن ته به یوه نوې وسله وي.»
ده دغه راز ویلي چې د ایران توغندیزې وړتیاوې له ۱۲ ورځنۍ جګړې د مخکې وخت په پرتله زیاتې شوي او د دغه هېواد د توغندیو شمېر لږ تر لږه یو نیم برابر شوی دی.
د هغه په وینا، د ایران د توغندیو واټن، د هدف ویشتلو دقت، ویجاړوونکی ځواک او ځیرکې وړتیاوې هم د پام وړ زیاتې شوې دي.
د ایران د سپاه پاسداران ویاند همدارنګه ویلي چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه تړل شوی او تهران د امریکا او اسرائیل جنګي بېړیو ته له دغې سمندري لارې د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
د ده په خبره، د امریکا جنګي بېړۍ د هرمز له تنګي وتلي او اوس له دغې سمندري لارې سلګونه کیلومتره لرې دي.
محبي زیاته کړې چې د هرمز له تنګي د ځینو بېړیو محدود تګ راتګ د دې معنا نه لري چې دغه لاره پرانیستې ده او هېڅ بېړۍ د ایران له اجازې پرته له دې لارې تېرېدای نه شي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی لا هم دوام لري.