کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې د پکتیکا په یوسفخېلو ولسوالۍ کې څه باندې ۱۵ زره جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې امارتي تثبیت شوې ده.
عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پکتیکا ولایت په یوسفخېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ زره او ۲۷ جریب ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده.
سرچینه زیاتوي، دا ځمکه د یوسفخېلو ولسوالۍ د میست کلي په اووه کیلومترۍ کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع ارزولې وه.
خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
سرچینې لیکلي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې اروزنې او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۱۵ زره او ۲۷ جریبه کېږي، بلندآبه او امارتي ملکیت دی.
عدلیې وزارت ویلي، د یادې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.