کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د فرانسې پارلمان داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو کمعمره ماشومان ټولنیزو شبکو کې د حساب له جوړولو او کارولو منع شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې مشرانو جرګې او ملي شورا د سې شنبې په ورځ دغه قانون د ماشومانو پر روغتیا او خوندیتوب د ټولنیزو شبکو د اغېزو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته تصویب کړ.
د دغه قانون له پلي کېدو سره، له ۱۵ کلونو کمعمره ماشومان به د سپټمبر له لومړۍ نېټې په ټولنیزو شبکو کې د حساب جوړولو اجازه ونه لري. د دغو پلټفارمونو مالک شرکتونه به هم څلور میاشتې وخت ولري چې له ټاکلي یاد عمره د کښته ماشومانو موجود حسابونه بند کړي.
ټولنیزې شبکې به اړې وي چې د کاروونکو د عمر معلومولو لپاره له هغو سیسټمونو کار واخلي چې د فرانسې د شخصي حریم ساتنې ادارې له خوا تایید شوي وي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون غوښتنه کړې چې دغه قانون د راتلونکي ښوونیز کال تر پیل پورې عملي شي.
نوموړي له دې مخکې له ځوانانو غوښتي وو چې د ګرځنده ټیلېفونونو کارول کم کړي او د ښه انسانانو جوړېدو لپاره ډېر مطالعه وکړي.
فرانسه لومړنی اروپايي هېواد دی چې د دغه ډول بندیز قانون یې تصویب کړی دی. له دې مخکې اسټرالیا هم له ۱۶ کلونو کمعمره کسانو له خوا د فېسبوک، سنیپچټ، ټکټاک او یوټیوب په څېر پلټفارمونو پر کارولو بندیز لګولی و.
د اروپا کمېسیون هم د ټولنیزو شبکو د محدودولو او د ځوانانو خوندیتوب لپاره پر مقرراتو کار کوي او ارزوي به چې د فرانسې قانون د اروپايي ټولنې له مقرراتو سره سمون لري که نه.