ژبه

په غزني کې د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ پیل شوې

واحدالله جمعه زاده

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۲۳

Views: ۲۱

غزني ښار (پژواک، ۱ د زمري ۱۴۰۵): د غزني په مرکز کې د «سلطان محمود غزنوي» په نوم د کرکټ شل‌اوریزې سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې او شاوخوا شل ورځې به دوام وکړي.

په غزني ولایت کې د کرکټ امر عبدالودود پکتیال وایي چې  په دغو سیالیو کې د غزني ښار او بېلابېلو ولسوالیو لس لوبډلې برخه لري او د راتلونکو شلو ورځو په ترڅ کې به د اتلولۍ د خپلولو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړي.

پکتیال زیاتوي چې د دغو سیالیو موخه یوازې د اتلولۍ ګټل نه، بلکې د کرکټ وده، د ځوانو لوبغاړو روزنه او د نوو استعدادونو موندل دي.

هغه زیاته کړه: «هڅه کوو د داسې سیالیو په دوام سره ځوانانو ته د سیالۍ مناسب فرصت برابر شي، ترڅو خپل استعدادونه وښيي او راتلونکې کې د لوړې کچې سیالیو ته چمتو شي.»

ده له ټولو لوبډلو وغوښتل چې د سپورټي اخلاقو، ورورولۍ او سالمې سیالۍ اصول مراعات کړي.

لوبغاړي او مینه‌وال: دغه سیالۍ د ځوانو استعدادونو د ودې ښه فرصت دی

د «غزنوي اتلانو» لوبډلې لوبغاړي احمدالله وویل، د دغو سیالیو ترسره کېدل د ځوانو کرکټ لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپله وړتیا ثابته کړي او پرمختګ وکړي.

د «اندړو ستورو» لوبډلې لوبغاړي نعمت الله هم وویل، دا ډول سیالۍ د لوبغاړو تجربه زیاتوي او د غزني د کرکټ د پرمختګ لپاره مهمې دي. هغه له اړوندو ادارو وغوښتل چې د کرکټ د ودې لپاره د ورته سیالیو لړۍ نوره هم پراخه کړي.

د کرکټ مینه‌وال هیله لري چې دا ډول سیالۍ به په غزني کې د ځوانو استعدادونو د ودې او د کرکټ د لا پراختیا لپاره اغېزمنې تمامې شي.

ټاکل شوې ده چې د «سلطان محمود غزنوي» شل اوریزې کرکټ سیالیو په پای کې به اتله لوبډله د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وستایل شي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د «انټرکلب» سیالۍ ترسره شوې وې.