ژبه

امریکا د ۵۰ هېوادونو د وګړو لپاره د ویزې د مالي تضمین پروګرام دایمي کوي

احمد صهیب حسرت

۱۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۳

Views: ۱۲۸

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ویزې د مالي تضمین پروګرام به په دایمي ډول پلی کړي؛ د دغه پروګرام له مخې، د ۵۰ هېوادونو وګړي، ښايي د امریکا د سوداګریزو او سیاحتي ویزو د ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ زره امریکايي ډالرو پورې مالي تضمین ورکولو ته اړ شي.

رویټرز د هغې خبرتیا له مخې چې د جمعې په ورځ په «فدرال راجستر» کې خپره شوې، راپور ورکړی چې په دغه پروګرام کې بي‌ـ۱ سوداګریزې او بي‌ـ۲ سیاحتي ویزې شاملې دي.

په خبرتیا کې راغلي، کونسلي مامورین کولای شي له هغو غوښتونکو چې په دغه پروګرام کې شامل دي، د اړتیا په صورت کې وغواړي چې د ویزې له صادرېدو مخکې تر ۲۰ زره ډالرو پورې مالي تضمین ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ویزې د مالي تضمین ازمایښتي پروګرام چې په ۲۰۲۵ کال کې پلی شوی و، وښوده چې دا تګلاره د ویزې د شرایطو د رعایت او په امریکا کې له قانوني مودې د زیات پاتې کېدو د مخنیوي لپاره اغېزمنه لار ده.

په راپور کې راغلي، د ازمایښتي پړاو پر مهال د مالي تضمین اندازه پنځه زره، لس زره او تر ډېره ۱۵ زره ډالره وه؛ خو په نوو مقرراتو کې د پنځه زره ډالرو کچه لرې شوې او د تضمین لوړه کچه ۲۰ زره ډالرو ته پورته شوې ده.

د راپور له مخې، دغه مقرره به د ۲۰۲۶ کال د اګسټ له درېیمې، په «فدرال رجسټر» کې له رسمي خپرېدو سره هممهاله، نافذه شي. د دغه پروګرام په نوملړ کې ۵۰ هېوادونه شامل دي چې ۳۰ یې په افریقا کې موقعیت لري.

سرچینې زیاته کړې، امریکايي چارواکي وایي، د دغه پروګرام موخه د هغو کسانو د شمېر کمول دي چې د ویزې د اعتبار تر پای ته رسېدو وروسته هم په امریکا کې پاتې کېږي.

رویټرز دغه راز لیکلي، د کډوالو د حقونو مدافعان بیا وایي، دا اقدام امریکا ته قانوني سفرونه ستونزمنوي او خلک به د ویزې له غوښتلو را وګرځوي.