کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي، د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د روزنک امریت ۵۴ ټنه بېکیفیته کاشۍ بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولې دي.
یادې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ودانیزو توکو د کیفیت د کنټرول او د هېواد بازارونو ته د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوي د بهیر په دوام، د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د روزنک امریت، په یوه واګون کې بار ۵۴ ټنه کاشۍ له اړینو ارزونو او څېړنو وروسته بېکیفیته تشخیص کړې او بېرته یې صادروونکي هېواد ته ګرځولې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د څارنې او کنټرول بهیر په دوامداره توګه روان دی او د هر هغه بېکیفیته توکي د واردېدو مخه به ونیول شي چې د خلکو روغتیا، خوندیتوب او عامه ګټې ګواښي.