ژبه

امریکا غواړي په بهر کې خپلې پنځه ډیپلوماټیکې استازولۍ وتړي

سهراب سرروي

۱۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹:۳۲

Views: ۲۹

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې په بهر کې د دغه هېواد پنځه ډیپلوماټیکې استازولۍ تړي.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د تېرې اونۍ په پای کې د کانګرس یو شمېر کمېټو ته د استول شوې خبرتیا له مخې، ټاکل شوې په ګرېناډا کې د سنټ جورجز، په جاپان کې د ناګویا، په اندونیزیا کې د مېدان، په کامرون کې د دوالا او په کاناډا کې د ویني‌پېګ ښارونو امریکایي استازولۍ وتړل شي.

د راپور له مخې، دا پرېکړه په بهر کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د کمولو یوه کم‌سارې بېلګه ده چې له کومې ځانګړې جیوپولیتیکي پېښې سره تړاو نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د نظر غوښتنې په ځواب کې د دغو استازولیو تړل نه دي تایید کړي؛ خو ویلي یې دي چې د یوې «اغېزناکې او مؤثرې» ډیپلوماټیکې شبکې پر ساتلو تمرکز لري او کانګرس ته د معلوماتو ورکولو بهیر د قانون له مخې پر مخ وړي.