کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګراتګ د نوي ترتیب په اړه د ایران او عمان ترمنځ هوکړه وروستي پړاو ته نږدې شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي پرون (چهارشنبه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي، دغه هوکړه د هرمز تنګي د بشپړ بېرته پرانیستل کېدو معنا نه لري، بلکې د تېرو ۶۰ کلونو له کړنلارې سره توپیر لرونکی نوی ماډل دی چې له مخې به یې د سوداګریزو بېړیو د تګراتګ د لارې یوه د پام وړ برخه د ایران له اوبو تېره شي.
هغه زیاته کړې: «وروستی وضعیت دا دی چې له عمان سره د مطرح شوو نږدې ټولو موضوعاتو، د بېړیو د ننوتلو او وتلو د لارو نقشې او اړوندو نورو اړخونو په اړه بنسټیز تفاهم شوی دی.»
د غریبآبادي په خبره، هغه مسیر چې اوس یې له عمان سره د وروستي کېدو په درشل کې هوکړه شوې، یو لنډمهالی مسیر دی.
هغه زیاته کړې چې له عمان سره خبرې ساده نه وې او نږدې درې اونۍ یې دوام وکړ.
غریبابادي د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي: «موږ پنځم بند درلود، خو له بده مرغه امریکایانو پرېنهښود چې عملي شي. له دې سره، د جګړو د نوي پړاو له پیل وروسته نور د اسلاماباد د هوکړې د مادو د عملي کېدو خبره نه مطرح کېږي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «خلک دې فکر نه کوي چې ایران اوس هغه تفاهملیک عملي کوي؛ نه، موږ نه اوس او نه هم مخکې د تفاهملیک د پنځم بند د عملي کولو په لټه کې وو، ځکه امریکا خپلې ټولې ژمنې پرېښودې او موږ هم د هرمز تنګي په اړه خپله ژمنه لغوه کړه.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو په اړه د اټکلونو په غبرګون کې ویلي وو: «په هیڅ صورت به هرمز تنګی پخواني حالت ته ونه ګرځي.»
هغه زیاته کړې وه چې د ایران او عمان ترمنځ د خبرو بهیر تر اوسه «مخ پر وړاندې» روان دی او عماني لوري ښه همکاري کړې ده.