کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د پرېکړې له مخې، د ننګرهار ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې ۳۶۳ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه چې څلور کادستري قطعې پکې شاملې دي، د ننګرهار د سرهرود ولسوالۍ په کشکک سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې مخکې د هغې موضوع بررسي کړې خو د ځمکې د امارتيتوب پر بنسټ د افرادو او اشخاصو د نهقناعت له امله، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۳۶۳ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.
د خبرپاڼې له مخې، د یادې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.
د عدلیې وزارت لیکلي، د هېواد په کچه د امارتي غصب شوو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په جدیت جریان لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړوندې اختصاصي محکمې يې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته، د امارتي غصب شوو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.