ژبه

د ا.ا زعیم: که د علماوو نصيحت او د حکومت سیاست دواړه په سمه روان وو، په خلکو کې فساد نه راځي

احمد صهیب حسرت

۱۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۶

Views: ۶۸

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر، د علماوو او حکومتي مسوولینو پر همغږۍ، اطاعت او یووالي ټینګار کړی او د پوهنتونونو له مسوولینو یې غوښتي چې محصلینو ته هر اړخیزه روزنه او دیني پوهاوی ورکړي او جدي پاملرنه ورته وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لوړو زده کړو وزیر، د وزارت معینان، مرکزي رئیسان، د دیني جامعاتو او ټولو امارتي پوهنتونونو رئیسان، خپل حضور ته ومنل او لازمې توصيې او هدايات يې ورته وکړل.»

د هغه د معلوماتو له مخې، شیخ هبت الله اخوندزاده په دغې ناسته کې ویلي چې علما د انبیاوو علیهم السلام وارثان دي او د خلکو د اصلاح او سمې لارې ته د رابللو مسوولیت لري.

هغه زیاته کړې: «الله پاک علماء کرامو ته دروند مسؤولیت ورکړی، کوم مقام یې چې ورکړی همدومره يې مسوولیت هم زیات دی؛ الله پاک چې دا دین تر دغه وخته ساتلی او تر انبياوو علیهم السلام وروسته یې په دغه علماوو ساتلی دی؛ هر کله چې چا د دین خلاف حرکت کړی، علماء کرام یې مقابلې ته راوتلي دي او د دین د حفاظت لپاره یې قدم پورته کړی دی، د دین او د عقیدې ساتنه له انبياء کرامو علیهم السلام وروسته علماوو کړې ده او دا د علماوو مسوولیت دی چې ساتنه به يې کوي.»

ده ویلي: «علماء کرام به خلکو ته دین بیانوي، په شريعت به يې پوهوي او امیران به اجراآت کوي؛ که د علماوو نصيحت او ديني پوهاوی او د حکومت سیاست دواړه په سمه روان وو، بیا به ټول خلک اصلاح وي، بیا به په خلکو کې فساد نه راځي.»

د اسلامي امارت مشر ویلي چې «امراء، مجاهدین او علما» د خلکو په اصلاح او لارښوونه کې مهم مسوولیت لري او خلک د دوی کړنې تعقیبوي؛ نو باید خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

هغه مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له غفلت څخه ډډه او د نظام د استحکام لپاره هڅې وکړي.

د اسلامي امارت مشر، د پوهنتونونو مسوولينو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو د پوهنتونونو رئیسان، مشران او استادان يو خاص مسووليت لرئ، ستاسو په لاس کې يو خاصه طبقه خلک دي، چې هغه د پوهنتونونو محصلين دي، چې هغه به په مستقبل کې د حکومت اجرااتو ته راوځي، هغه به د حکومت اجرائيه کارونه سرته رسوي، يا به ډاکتران وي، یا به انجنیران وي، يا به په نورو برخو کې بوخت وي او نور اجرائيه کارونه او د خلکو خدمتونه به کوي.»

ده د پوهنتونونو مسوولینو ته ویلي چې د محصلینو روزنې ته جدي پاملرنه وکړي، هغوی په هر اړخیزه توګه وروزي او د دیني علومو په برخه کې ورته لازم پوهاوی ورکړي. هغه د محصلینو روزنه د پوهنتونونو د مسوولینو مهم مسوولیت بللی.

فطرت لیکلي چې په پای کې، د لوړو زده کړو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو له وړاندې کولو وروسته، علماوو د اسلامي امارت له زعیم سره خپل بیعت تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره هڅې کوي.