ژبه

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي

هجرت‌الله کاکړ

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۵

Views: ۲

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د یوازېنۍ ټېسټ‌لوبې په موخه د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

دغه سیالۍ د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به له ټېسټ‌لوبې وروسته د اکټوبر په ۱۷مه د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې‌اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.

د دې لوبلړۍ تر پای وروسته به افغانستان د زمبابوې پر وړاندې درې شل‌اوریزې نړۍوالې لوبې وکړي؛ لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر په ۲۹مه او درېیمه د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.

کرکټ بورډ ویلي، له شل‌اوریزو سیالیو وروسته به افغانستان او زمبابوې دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له پنځمې تر نهمې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې وي.