کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یې ۲۶ قلمه تاریخي اثار کشف او ضبط کړي او په دې تړاو یې یو کس هم نیولی دی.
د پکتیکا امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد اثار د دغه ولایت د کټواز پر سړک د تلاشۍ پر مهال ترلاسه شوي دي.
سرچینې ویلي، په نیول شوو اثارو کې بدنۍ، څراغونه، لوښي او یو شمېر نور تاریخي توکي شامل دي.
امنیه قومانداني وایي، په دې تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، نیول شوي تاریخي اثار به په رسمي ډول د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شي، څو د اړوندو اصولو له مخې ثبت او خوندي شي.
پکتیکا کې ۲۶ قلمه تاریخي اثار کشف او ضبط شول