کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د سختو بارانونو او ځمکښویېدنې له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د ممبۍ ښار په یوه سیمه کې شوې او سخت بارانونه د ځمکښویېدنې لامل شوي دي.
د راپور له مخې، د شپې له خوا د سختو بارانونو له امله د یوې غونډۍ یوه برخه ښویېدلې او پر څو کورونو راښویېدلې چې له امله یې لږ تر لږه اووه کسان مړه او څو نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د ټپیانو د شمېر او د دې پېښې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.