ژبه

د زمري ۲۸مه؛ د خپلواکۍ تاریخي ورځ او له تېرو یرغلونو درسونه

احمد صهیب حسرت

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۲

Views: ۱۳

 کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه ده؛ سیاسي شنونکي د تېرو یرغلونو تجربو ته په کتو، د خپلواکۍ د ساتنې لپاره ملي یووالی، کورنی ثبات، اقتصادي پیاوړتیا او له سیمې او نړۍ سره متوازن سیاست مهم بولي.

لومړۍ افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ میلادي کلونو ترمنځ او دویمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ میلادي کلونو ترمنځ وشوه. درېیمه افغان ـ انګرېز جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په شپږمه پیل او د هماغه کال په اګست کې پای ته ورسېده چې په پایله کې یې افغانستان خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه.

نن چهارشنبه (د زمري ۲۸مه) له انګرېزانو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۷مې کلیزې سره برابره ده؛ په همدې ورځ امان‌الله خان د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

دغه ورځ هر کال په ځانګړو مراسمو نمانځل کیږي.

د خپلواکۍ تاریخي ارزښت

د سیاسي چارو شنونکي محمدزمان مزمل پژواک ته وویل، د زمري ۲۸مه د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې دا ورځ د هېواد د لومړي بهرني اشغال د پای ته رسېدو او د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو تاریخي او سپېڅلې ورځ ده.

مزمل وویل، د دې ورځې اهمیت په دې کې دی چې له استعمار او اشغال سره د مبارزې ډېر درسونه لري او افغانان باید د خپلواکۍ د مبارزې له تجربو او په هغه کې د بېلابېلو شخصیتونو له رول څخه زده‌کړه وکړي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی قاضي نجیب‌الله جامع هم وایي، د زمري ۲۸مې تاریخي ارزښت په دې کې دی چې دا ازادۍ د افغانانو د قربانیو او سرښندنو په پایله کې رامنځته شوه او انګریزان اړل شول د راولپنډۍ د هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره د افغانانو خپلواک بهرنی هویت په رسمیت وپېژني.

جامع وویل، دغې خپلواکۍ د افغانانو سیاسي دریځ پیاوړی کړ، ملي خپلواکي یې ټینګه کړه او افغانستان وکولای شول چې په نړیوال نظام کې خپل مستقل هویت تثبیت کړي.

د یرغلونو موخې او د ماتې عوامل

مزمل د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د وخت سترو قدرتونو پر افغانستان بریدونه کړي او موخې یې څه وې، وویل چې په ټوله کې د لویو قدرتونو د راتګ موخه د افغانستان اشغال او پر دغه هېواد د خپل نفوذ ټینګول وو.

دی زیاتوي چې پر افغانستان د بهرنیو یرغلونو او اشغالونو تر شا هم کورني او هم بهرني عوامل وو.

هغه وایي: «همیشه اشغالګر زموږ همسایه‌ګانو پرې ایښي چې تر دې ځایه را رسېدلي.»

مزمل وویل، انګرېزانو په هند کې د ختیځ هند کمپنۍ واک په مستقیم استعماري حاکمیت بدل کړ او له هغه ځایه یې د افغانستان په اړه خپل استعماري سیاستونه پر مخ یووړل.

د ده په وینا، د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته، هغه مهال چې مجاهدین واک ته نږدې شوي وو او شوروي یې مات کړ، د امریکا د سنا د مشر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته ورغی. مزمل وویل، دغه پلاوي پاکستان ته د مجاهدینو د واکمنېدو په اړه اندېښنې وړاندې کړې. هغه زیاته کړه: «پاکستان یې قانع کړ په دې باندې چې که دا افغانان که د تېر کمونيسټي رژيم پر ځای باندې حکومت په لاس کې واخلي، دوی سره هم وسله ده، د شوروي پاتې وسله هم ده، هغوی سره هم د جنګ تجربه ده، دوی سره هم د‌ جنک تجربه ده، دا د پاکستان او د منطقې لپاره لوی خطر دی او پاکستانيانو پرته له دې چې د يوې معاملې په بدو عواقبو پوه شي هماغه د پرنګي د وخت نه چې دوی همیشه معامله ګر راغلي دي، په افغانستان یې هم معامله وکړه او په دې ترتیب یې مجاهدین په داخل کې په جنګ واچول.»

د چارو دغه شنونکی وایي، انګرېزانو غوښتل د افغانستان له لارې برتانوي هند د روسیې له نفوذ او احتمالي ګواښ څخه خوندي وساتي.

 د ده په وینا، پخواني شوروي اتحاد هم افغانستان تودو اوبو ته د لاسرسي او له امریکا سره په خلیج کې د سیالۍ لپاره مهم باله. مزمل زیاتوي، امریکا بیا افغانستان د دې لپاره مهم ګاڼه چې د چین د یوه ستر ځواک په توګه د راټوکېدو مخه ونیسي او روسیه پرې نه ږدي چې بېرته د یوه ستر نړیوال ځواک په توګه پیاوړې شي. د ده په باور، د دغو لویو قدرتونو سیالانو هم په افغانستان کې د هغوی د موخو د ناکامېدو په بهیر کې مهم رول درلود.

مزمل وویل: «دا چې بریتانیا، پخواني شوروي اتحاد او وروسته امریکا او ناټو په افغانستان کې ولې ماتې وخوړه، ځینې مشترک لاملونه لري او ځینې د هر چا په وخت کې مساعد عوامل وو. له مشترکو عواملو یو دا دی چې د افغانستان خلک د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره ډېره قوي جذبه لري او دې درېیو جګړو دغه جذبه ښودلې ده. دویم، د افغانستان جغرافیه جنګي جغرافیه ده؛ طبیعت یې داسې دی چې دلته پردی سړی نه جنګ کولی شي او نه یې هم ګټلی شي. درېیم دا چې هر وخت دلته یو ابر قدرت راغلی په مقابل کې یې نږدې یو حریف و چې د دوی پر ضد د مجاهدینو ترڅنګ ودریږي.»

ده د بېلګې په توګه وویل، د امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال شوروي روسیې د بریتانیا له نفوذ سره د مخالفت له امله د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړ او هغه یې په رسمیت وپېژاند.

مزمل وایي: «امریکایان په جنګ کې بزدله خلک وو، دوی خپله هم ماتې له ځان سره راوړې وه، روسان جنګي خلک وو، خو روسي پوځیانو په افغانستان کې جنګ ته لیوالتیا نه درلوده.»

هغه زیاتوي چې د متجاوزو امپراطوریو مخه داسې امپراطورۍ نیولی شي چې خلک پر ځان را ټول کړي او باید له ګاونډیانو سره یو قوي ایتلاف ولري.

خو جامع وایي چې پر افغانستان د ټولو یرغلونو موخه یوه نه وه، بلکې هر یرغل بېلابېلې موخې درلودې؛ خو په ټوله کې افغانستان د خپل جغرافیایي ارزښت له امله تل د لویو قدرتونو د سیالیو ډګر پاتې شوی دی.

د ده په وینا، د افغانستان پېچلی جغرافیایي موقعیت، د افغانانو کلک مقاومت، د بهرنیو ځواکونو په خپلو موخو کې ناکامي او د جګړو درانه مالي لګښتونه هغه مهم لاملونه وو چې له امله یې بریتانیا، پخواني شوروي اتحاد او وروسته امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې وخوړه.

له تاریخ څخه د زده‌کړې درسونه

مزمل وایي، که افغانان له تېرو درېیو اشغالونو او تاریخ څخه درس اخلي، په دې برخه کې څو سپارښتنې لري؛ ځوان نسل دې له قومي او حزبي وېشونو ځان وساتي او د یوې ملي اجنډا پر محور دې راټول شي.

هغه زیاته کړه، سیاسي اختلافونه باید د جګړې او وسله‌وال مخالفت پر ځای پر سوله‌ییزو او سیاسي لارو حل شي او د ملي مشارکت، او قانونمندې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره دې هڅې وشي.

د ده په وینا، افغانستان باید متوازن او فعال بهرنی سیاست ولري، له ټولو هېوادونو سره اړیکې وساتي، خو پر هېڅ هېواد یا ځواک بشپړه تکیه ونه کړي.

جامع وایي چې د افغانستان بهرنی سیاست باید د ملي ګټو پر بنسټ او متقابلو ګټو ولاړ وي.

د ده په خبره، افغانستان هغه وخت په واقعي توګه خپلواکي ساتلی شي چې باید ځواکمن وي، د ملي حکومتوالۍ بنسټونه ولري، اقتصادي ځان بسیانه ولري، دیپلوماسي د ملک او ملي ګټو بر بنسټ چمتو کړي او کورنی ثبات ولري.

د سیاسي چارو دغه شنونکی وایي: «له تېرو یرغلونو څخه باید افغانان دا درس واخلي چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت ملي پانګه ده او که غښتلې ملي اجماع سره دغه ارزښت ونه تړل شي نو په یوازې ځان باندې زموږ ملي ګټې نه شي ساتل کېدای.»

جامع دغه راز وایي چې هره اوږدمهاله بریا له سیاسي مشروعیت، ټولنیزې همکارۍ او رېښتینی سیاست سره تړلې ده او په دغه برخه کې کار کول په کار دي.