کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د امریکا د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ټول پور د لومړي ځل لپاره له ۴۰ ټریلیون ډالرو اوښتی؛ هغه څه چې د امریکا د مالي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.
رویټرز د امریکا د مالیې وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ټول پور د سهشنبې په ورځ، د اګست په ۱۸مه، ۴۰.۰۴۷ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی؛ له دې څخه ۳۲.۲۶۶ ټریلیون ډالره له حکومتي ادارو بهر او ۷.۷۸۲ ټریلیون ډالره د حکومت دننه پور دی.
رویټرز د امریکا د مالیې وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد ټول پور د سهشنبې په ورځ، د اګست په ۱۸مه، ۴۰.۰۴۷ ټریلیون ډالرو ته رسېدلی؛ له دې څخه ۳۲.۲۶۶ ټریلیون ډالره د امریکا د حکومت پر غاړه عامه پور او ۷.۷۸۲ ټریلیون ډالره د حکومت دننه پور دی.
د راپور له مخې، د امریکا د فدرالي حکومت پور په څه باندې یوې لسیزې کې دوه برابره ډېر شوی دی؛ کله چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، د دغه هېواد پور ۱۹.۹۵ ټریلیون ډالره و.
په راپور کې راغلي چې د پور د ورپسې زیاتوالي شاوخوا درېیمه برخه د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال او له هغې سره د مبارزې د لګښتونو د تمویل لپاره رامنځته شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د امریکا د بودجې څارونکو ډلو خبرداری ورکړی، که اوسنی بهیر دوام وکړي او قانون جوړونکي د عوایدو د زیاتولو، د لګښتونو د کمولو یا د دواړو لپاره اقدام ونه کړي، د مالي بحران د رامنځته کېدو احتمال شته.
د راپور له مخې، د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوو دورو کې تر اوسه د امریکا پور ۱۱.۶ ټریلیون ډالره زیات شوی، په داسې حال کې چې د جو بایډن د ولسمشرۍ په څلورکلنه دوره کې ۸.۴ ټریلیون ډالره زیات شوی و.
رویټرز لیکلي چې د امریکا د پور د سود د ورکړې لګښتونه هم لوړ شوي او شاوخوا ۱.۱ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د پور د سود لګښتونه ان د «مېډیکر» روغتیايي پروګرام له لګښتونو هم زیات شوي او له ټولنیز تأمین وروسته د فدرالي بودجې د لګښتونو دویمه لویه برخه ګرځېدلې ده.
ټرمپ د پورونو د بازار د بدلونونو په اړه د اندېښنو په غبرګون کې ویلي چې د دې وضعیت په اړه اندېښمن نه دی او ټینګار یې کړی چې د امریکا د اقتصاد د پیاوړتیا له امله باید د سود کچه راټیټه شي.