ژبه

هرات کې د ملګرو ملتونو نيول شوي دوه کارکوونکي بېرته خوشي شول

ویدا قلندري

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۸

Views: ۲۱

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): نړۍوالو رسنیو د ملګرو ملتونو په حواله راپور ورکړی، د دغه سازمان دوه کارکوونکي چې څه باندې یوه اونۍ مخکې په هرات کې د اسلامي امارت له خوا نیول شوي وو، خوشې شوي دي.
«اسوشیټېد پرېس» راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک پنجشنبه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته ویلي چې ياد دوه کارکوونکي خوشي شوي، روغتیايي وضعیت یې ښه دی او ظاهراً له کومې بلې قضايي یا حقوقي ستونزې سره نه دي مخ شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) هم ویلي چې دغه دوه کارکوونکي چې د اګسټ په نهمه په هرات ښار کې نیول شوي وو، د پنجشنبه سهار خوشي شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.
یوناما زیاته کړې چې تر اوسه په رسمي ډول د دغو دوو کارکوونکو د نیول کېدو لامل نه دی معلوم، خو له افغان چارواکو سره د موضوع د تعقیب لړۍ ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي چې دغه سازمان موضوع څاري، څو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امتیازونو او مصونیتونو، د دغه سازمان د کارکوونکو او اړوندو کسانو د امنیت، مصونیت او د تګ راتګ د ازادۍ د خوندیتوب ډاډ ترلاسه شي.
افغان چارواکو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغو دوو کارکوونکو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.