ژبه

د فاریاب د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

هجرت‌الله کاکړ

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۲

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د فاریاب د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان د استخراج او پروسس تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن دوشنبه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب خاتم‌الانبیاء کان کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک شو.

سرچینې زیاته کړې، د یاد تړون د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري وویل چې دغه کان شاوخوا یو کیلومتر مربع مساحت لري او قراردادي شرکت به د ۱۰۰۰ افغانیو رویالیټي ترڅنګ، ۷۷۶ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالره پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، د کان د استخراج په بهیر کې به د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د فاریاب خاتم‌الانبیاء کان کیندنې او پروسس شرکت رییس وویل: «موږ به د تړون له مخې د یاد کان د استخراج چارې په مسلکي او معیاري ډول ترسره کړو او هڅه به وکړو چې له کاني زېرمې په اغېزناکه توګه ګټه واخلو.»