ژبه

امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسته وایسته

سهراب سروری

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۹

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، امریکا سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له لېسته ایستلې ده؛ د سوریې حکومت وايي، دغه اقدام د پانګونې او د نړۍ له مالي او اقتصادي نظام سره د دغه هېواد د بیا یوځای کېدو پر وړاندې وروستی لوی خنډ له منځه وړي.

رویټرز پرون (دوشنبه) د امریکا د خزانې وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د امریکا د کانګرېس د ۴۵ ورځنۍ بیاکتنې مودې له تېرېدو وروسته عملي شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جولای په اتمه له یاد نوملړه د سوریې د ایستلو پرېکړې په اړه کانګرېس ته خبر ورکړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دغه اقدام د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومت د مثبتو اقداماتو او لا زیاتو ژمنو له امله شوی دی.

بلخوا، د راپور له مخې، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني تر دې وړاندې رویټرز ته ویلي وو چې حکومت یې هیله لري چې له یاد نوملړه د سوریې ایستل به له نړۍوال مالي او اقتصادي نظام سره د دغه هېواد د بیا نښلېدو او د پانګونې زیاتېدو زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» په نوملړ کې شامله وه.