کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۵): د ډونالډ ټرمپ حکومت اعلان کړی چې غواړي د هغو بهرنیو اتباعو غیرمهاجرتي ویزې لغوه کړي چې امریکا ته له ننوتلو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې یا یې د پناهغوښتنې بهیر روان دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه) اعلان وکړ چې د هغو کسانو د پېژندلو او ویزو لغوه کولو لپاره چې د لنډمهاله پاتې کېدو په موخه امریکا ته ورغلي، خو وروسته یې د دایمي پاتې کېدو لپاره د پناه غوښتنه کړې، له امریکا د کورني امنیت له وزارت سره همکاري کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د دغه اقدام له مخې به د څومره شمېر کسانو ویزې لغوه شي.
خو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو او دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ښایي تر ۲۰۰ زرو پورې بهرنیو اتباعو سوداګریزې او سیاحتي ویزې لغوه شي؛ که دغه اقدام عملي شي، د امریکا په تاریخ کې به د ویزو تر ټولو لویه ډلهییزه لغوه وي.
د راپور له مخې، د «B1» او «B2» ډول ویزې چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د سوداګریزو او سیاحتي سفرونو لپاره صادرې شوې او لرونکو یې د پناه غوښتنه کړې یا یې د پناه غوښتنې بهیر روان دی، د دغه اقدام په لړ کې شاملېږي.
د دغو ویزو لغوه کېدل په دې معنا نه دي چې کسان به سمدستي له امریکا وایستل شي. ډېری هغه کسان چې د پناهغوښتنې دوسیې یې تر څېړنې لاندې دي، ښایي د کډوالۍ په بله کټګورۍ کې شامل شي؛ خو د سوداګریز یا سیاحتي مسافر په توګه به یې وضعیت لغوه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کریسټوفر لانډو پرون (دوشنبه) پر اېکس ادعا کړې چې د دغه هېواد د کډوالۍ نظام له اوږدې مودې راهیسې د «بېبنسټه» پناه غوښتنو له ستونزې سره مخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په پیل کې هم اعلان کړی و چې د ټرمپ د حکومت پر مهال د بهرنیو اتباعو له ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه شوې دي.
ټرمپ واک ته له بېرته راستنېدو راهیسې د کډوالۍ برخه کې سختدریځې تګلارې تعقیب کړې دي چې د ویزو او ګرین کارتونو لغوه کول او د کډوالو د ایستلو زیاتول هم پکې شامل دي. هغه ویلي چې د دغو اقداماتو موخه د امریکا د کورني امنیت پیاوړتیا ده.