ژبه

نیویارک ته د مادورو له لېږد اته میاشتې وروسته د امریکا او وینزویلا د تېلو لوی تړون

سهراب سروری

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۶

Views: ۲۹

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېواد یې له وینزویلا سره داسې تړون ته رسېدلی چې که عملي شي، واشنګټن ته به د دغه هېواد ۶۵ میلیارد بېرله د تېلو زېرمو ته د لاسرسي او د هغو د استخراج په برخه کې د پام وړ ونډې زمینه برابره کړي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې په یوه پیغام کې ویلي، دغه تړون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیت هېګسېت او د وینزویلا د موقتې ولسمشرې دلسي رودریګز په ګډون وروستی شوی دی.

ټرمپ دغه تړون «د نړۍ په تاریخ کې د تېلو تر ټولو لوی تړون» بللی.

د وینزویلا حکومت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تړون د تېلو د ۱۷ ساحو پراختیا رانغاړي چې تثبیت شوې زېرمې یې ۶۵ میلیارد بېرله دي.

د اعلامیې له مخې، تمه ده چې دغه تړون د وینزویلا د تېلو صنعت ته شاوخوا ۱۰۰ میلیارد ډالره پانګونه جذب کړي او د دغه هېواد حکومت ته له ۲۰۹ میلیارد ډالرو ډېر مالیاتي عواید برابر کړي.

دلسي رودریګز هم په ټلېګرام کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه تړون به «د هېواد پر بیا راژوندي کېدو د پام وړ اغېز ولري.»

اسوشیټېډ پرېس د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې د تړون له جزییاتو خبر دی، راپور ورکړی چې د دغه تړون له مخې امریکا کولای شي له یوه خصوصي شرکت سره چې نوم یې نه دی اعلان شوی، په وینزویلا کې یو نوی شرکت جوړ کړي او د یادو زېرمو په پراختیا کې ونډه واخلي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي، زیاته کړې چې د وینزویلا موقت حکومت دغه شرکت ته د ۱۰۰ کلونو لپاره د تېلو د یادو ساحو د پراختیا حق ورکړی دی.

هغه ویلي، امریکا به په عملي ډول د نوي شرکت د تولید ۵۵ سلنه برخه په واک کې ولري او په دې امتیاز کې د مالکیت ونډه او په تمام‌شوي قیمت د تېلو د پېرلو حق هم شامل دی.

د راپور له مخې، که دغه تړون په بشپړه توګه عملي شي، نوی شرکت به د تیلو د تثبیت شویو زېرمو له پلوه د سعودي عربستان له ارامکو وروسته د نړۍ دویم لوی شرکت وي.

مخینه

د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په درېیمه د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې، د عملیاتو پر مهال د هغه وخت ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلورس ونیول او نیویارک ته یې ولېږدول.

مادورو دوه ورځې وروسته په نیویارک کې یوې فدرالي محکمې ته حاضر شو او د امریکا د تورونو، له هغې ډلې د نشه‌یي توکو قاچاق او له ترهګریزو فعالیتونو سره د تړاو په اړه یې ځان بې‌ګناه وباله.

د ټرمپ ادارې هغه مهال ویلي وو چې د عملیاتو موخه امریکا ته د مادورو لېږد او د هغه قضایي تعقیب و؛ خو دغه اقدام د عملیاتو د حقوقي مشروعیت او د وینزویلا د ملي حاکمیت په اړه له غبرګونونو او پوښتنو سره مخ شو.

د مادورو له واکه تر لرې کېدو وروسته دلسي رودریګز د وینزویلا د موقتې ولسمشرې په توګه د چارو واګې په لاس کې واخیستې.