ژبه

محکمې په بلخ کې لس زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه

هجرت‌الله کاکړ

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۴

Views: ۲۷

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې، د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په مومن‌اباد سیمه کې لس زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د دې ځمکې موضوع څېړلې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه یاده محکمې ته سپارلې وه.

سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې څېړنې او له اړوندو  ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه امارتي ملکیت دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.