کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان د خصوصي سکټور د غړو او د ازبکستان د قشقهدریا ولایت د سوداګرو ترمنځ په سوداګریزه غونډه کې د ۲۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰ تفاهملیکونه په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د خصوصي سکټور د غړو او د ازبکستان د قشقهدریا ولایت ترمنځ د سوداګریزې اړیکې کنفرانس پرون ماښام (۷ وږی) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد، د قشقهدریا د مرستیال والي شهرت مرادوف، په کابل کې د ازبکستان د سفیر او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د خصوصي سکټور د غړو او قشقهدریا ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د ۲۶۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰ سوداګریز تفاهملیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ساختماني موادو، مالدارۍ، برېښنایي وسایلو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي احمدالله زاهد په دغه کنفرانس کې ویلي، افغانستان او ازبکستان د ګاونډیتوب ترڅنګ ښه اقتصادي ظرفیتونه هم لري او د دواړو هېوادونو د پلاوو له سفرونو وروسته د دواړو لورو اقتصادي اړیکې او د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي بهیرونو پر ساده کولو او د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د کرنې، کانونو، سوداګرۍ او د پانګونې د جلب په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري او ازبکستان هم د صنعت او ماشینالاتو د تولید په برخه کې ښه وړتیا لري.
د زاهد په وینا، که د دواړو هېوادونو اقتصادي ظرفیتونه سره ونښلول شي، د افغانستان او ازبکستان په ګټه به وي.
هغه ترانزیټ د افغانستان لپاره مهم بللی او ویلي یې دي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي او چمتو دی چې د ازبکستان له لارې د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په اړه هم خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبکستان د قشقهدریا مرستیال والي شهرت مرادوف د دغه ولایت د سوداګریزو او صنعتي ظرفیتونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې قشقهدریا د اسلامي امارت د پلاوو او د افغانستان د سوداګرو هرکلي ته چمتو دی.
هغه دغه راز ازبکستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد په برخه کې د قشقهدریا ولایت چمتووالی اعلان کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ارین عظیمي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د دواړو لورو د پلاوو د سفرونو او د سوداګرۍ د کچې پر زیاتېدو د سوداګریزو غونډو د اغېز په اړه خبرې کړې دي.