کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سویس په شمالي ښار آراو کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، سیمهییزو پولیسو ویلي چې پېښه د یکشنبې په شپه د زوریخ شمال ته په آراو ښار کې رامنځته شوې او د «بریدګر یا بریدګرو» د موندلو لپاره پراخ عملیات روان دي.
پولیسو ویلي تر اوسه د ډزې کوونکو هویت نه دی معلوم او د پېښې انګېزه او دقیق څرنګوالی هم نه دی روښانه شوی.
سویسي ورځپاڼې راپور ورکړی چې ډزې د «آراور رېف» په نوم د کلنۍ «ټېکنو موسیقۍ غونډې» په څنډه کې شوې دي.
د راپور له مخې، په دې کلنۍ غونډه کې شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.
سویس په اروپا کې د وسلو د شخصي مالکیت له لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی، خو په دغه هېواد کې خونړۍ ډزې نسبتاً کمې پېښېږي. سویس په ۲۰۱۹ کال کې د وسلو د کنټرول سخت قوانین تصویب کړي وو.