ژبه

هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

سهراب سروری

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۱۷

Views: ۷

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا نن (پنجشنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته شاوخوا ۱۸.۲۹ میلیونه امریکايي ډالر کېږي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د هالند مرسته به په ټول افغانستان کې اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو او هغوی ته د هیلې ورکولو لپاره ولګول شي.

اوچا د هالنډ له دوامدار ملاتړه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول همکارۍ په افغانستان کې د بشري اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي.