ژبه

اندونیزیا کې اورغورځونه؛ د جاکارتا په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې موقتاً درېدلې

نمایی ماهواره‌ای از آتشفشان آناک کراکاتاو در اندونیزیا و ستون خاکستر برخاسته از آن؛ عکس آرشیف، ۲ جولای ۲۰۲۶.

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۸

Views: ۴

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په اندونیزیا کې د «اناک کراکاتاو» اورغورځوونکي غره د اورغورځونې له امله د جاکارتا په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې موقتاً درېدلي او دې وضعیت ۲۰۹ الوتنې او نږدې ۲۳ زره مسافر اغېزمن کړي دي.

اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورغورځوونکي غره نن یکشنبې سهار وختي اور غورځولی او ایرو یې د اندونیزیا د لوېدیځې برخې ځینې سیمې، د جاکارتا او لامپونګ ولایت ځینې برخې، پوښلې دي.

د اندونیزیا د جیولوژۍ ادارې ویلي، اناک کراکاتاو اورغورځوونکی غر چې د جاوا او سوماترا ټاپوګانو ترمنځ په سوندا تنګي کې موقعیت لري، له جمعې ورځې راهیسې د فعالیت د زیاتېدو نښې لرلې او د یکشنبې په سهار په ځایي وخت ۳:۵۳ بجې یې شاوخوا ۳۰ ثانیې اور غورځولی دی.

د اندونیزیا د ټرانسپورټ وزارت ویلي، د اورغورځوونکي غره د ایرو د خپرېدو له امله په جاکارتا کې د سوکارنو–هاتا پر نړیوال هوايي ډګر الوتنې درېدلې دي او د دغه هوايي ډګر د تړل کېدو موده په ځايي وخت تر ۱۳:۳۰ بجو، چې د کابل پر وخت د نن ورځې له غرمې مخکې ۱۱:۰۰ بجې کېږي، غځول شوې ده.

د اندونیزیا د ملکي هوايي چلند عمومي ادارې ویلي چې دې وضعیت لږ تر لږه ۲۰۹ الوتنې او شاوخوا ۲۲ زره او ۸۰۰ مسافر اغېزمن کړي دي.

سرچینه زیاتوي، د نړیوالو الوتنو له ډلې سنګاپور ته الوتنې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او د چین هانګ‌کانګ، د اسټرالیا سیډني، د هالند امسټرډام، د سویلي کوریا سیول، د قطر دوحې او د مالیزیا کوالالمپور ته ځینې الوتنې لغوه شوې، ځنډېدلې او یا یې مهال‌وېش بدل شوی دی. یو شمېر کورنۍ الوتنې هم اغېزمنې شوې دي.

د اندونیزیا چارواکو ویلي، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی او د استوګنې سیمو د تخلیې امر هم نه دی شوی.

د راپور له مخې، تر ټولو نږدې استوګنیزه سیمه له اورغورځوونکي غره څه باندې ۱۶ کیلومتره واټن لري؛ خو اوسېدونکو او سیلانیانو ته سپارښتنه شوې چې د دغه غره د اورغورځونې له ځایه لږ تر لږه درې کیلومتره واټن وساتي.

 د اندونیزیا د اورغورځوونکو غرونو د څار مرکز او په اسټرالیا کې د ډاروین د اورغورځونې د ایرو مشورتي مرکز ویلي چې د سپوږمکۍ د انځورونو په وسیله یې د ایرو دوې لویې کتلې پېژندلې دي؛ یوه یې شاوخوا شپږ زره او ۱۰۰ متره او بله شاوخوا ۱۵ زره او ۲۰۰ متره لوړه شوې ده.

 اناک کراکاتاو اورغورځوونکی غر د مشهور کراکاتاو اورغورځوونکي غره په سیمه کې رامنځته شوی دی. په ۲۰۱۸ کال کې د دغه غره اورغورځونې او د یوې برخې نړېدو لویه سونامي رامنځته کړه چې له امله یې د سوماترا او جاوا په ټاپوګانو کې لږ تر لږه ۴۳۰ کسان مړه شول.