کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): نیکاراګوا د عدالت په نړیواله محکمه کې جرمني تورن کړ چې پر اسرائیلو د وسلو په پلور او دغه هېواد ته د پوځي ملاتړ په برابرولو سره یې د نسلوژنې کنوانسیون او نړیوال قوانین نقض کړي؛ برلین دغه تور ردوي.
اسوشیټیډ پرېس نن راپور ورکړی چې نیکاراګوا دغه موضوع په لاهه کې د عدالت نړیوالې محکمې د قضیې د اورېدنې پر مهال مطرح کړې ده.
د راپور له مخې، نیکاراګوا ویلي چې جرمني پر اسرائیلو د وسلو په پلور او نورو پوځي مرستو سره په غزه کې د هغو کړنو په ترسره کېدو کې مرسته کړې چې ښايي نسلوژنه وبلل شي.
د نیکاراګوا لوړپوړي وکیل کارلوس خوسه ارګویلو ګومز محکمې ته ویلي چې له اسرائیلو سره د جرمني سیاسي، سوداګریزو او پوځي اړیکو ته په پام، برلین باید د هغو کړنو له جدي خطره خبر وي چې ښایي نسلوژنه وبلل شي.
په راپور کې راغلي چې جرمني له څو لسیزو راهیسې د اسرائیلو له مهمو ملاتړو څخه دی او له امریکا متحده ایالاتو وروسته پر اسرائیلو د وسلو دویم لوی پلورونکی هېواد دی.
سرچینه لیکي چې جرمني دغه ادعا رد کړې ده.
د راپور له مخې، که څه هم د دې قضیې اصلي محور جرمني دی، خو په غیرمستقیم ډول په غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیات هم په نښه کوي.
اسوشیټیډ پرېس لیکلي چې اوسنۍ غونډې مقدماتي دي او محکمه په دې پړاو کې څېړي چې ایا د دې قضیې د څېړلو صلاحیت لري او که نه.
دا قضیه د غزې له جګړې سره تړلو وروستیو حقوقي اقداماتو له ډلې ده چې د عدالت په نړیواله محکمه کې مطرح شوې ده. تر دې مخکې سویلي افریقا هم په همدې محکمه کې ویلي و چې اسرائیل نسلوژنه کوي.