ژبه

سویس کې د بس چپه کېدو پېښه؛ يو شمېر ګرځندويانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

احمد صهیب حسرت

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۸

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د سویس پولیس وايي، د دغه هېواد په ختیځ کې د هالنډي ګرځندویانو یوه بس چپه کېدو له امله څو کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه بس د سویس د غرني «ګراوبوندن» کانتون د «سوش» او «زرنېڅ» کلیو ترمنځ پر سړک چپه شوی او د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوې دي. پولیسو تر اوسه د مړو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان کړی.

د سویس د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه بس کې ۴۸ کسان سپاره وو. د هالنډ د ګرځندوی صنعت د یوې ټولنې یوه ویاند ویلي چې د بس سپاره کسان د هالنډ اتباع وو.

د پولیسو یوه ویاند ویلي، بس لومړی د سړک غاړې له محافظتي خنډ سره ټکر کړی او وروسته چپه شوی دی. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې بل موټر ښکېل نه و.

د سویس رسنیو راپور ورکړی چې د ژغورنې عملیاتو لپاره څو امبولانسونه او پنځه چورلکې د پېښې سیمې ته استول شوي دي.

تر اوسه د پېښې رامنځته کېدو کره علت نه دی څرګند شوی.