ژبه

خلیلزاد: امریکا باید خپل پام د اوسني عصر مهمو ننګونو او ګواښونو ته واړوي

Ahmad sohaib

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۱۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سخته دوره تېره شوې او امریکا باید خپل پام او هڅې د اوسني عصر مهمو ګواښونو او ننګونو ته واړوي.
خلیلزاد د سپټمبر ۱۱مې پېښې ۲۵مې کلیزې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې دغو بریدونو د امریکا ملي ستراتيژي بدله کړه او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د دغه هېواد د ملي ستراتيژۍ اصلي تمرکز وګرځېد.
هغه ویلي چې امریکا په دې جګړه کې «سترې بریاوې» ترلاسه کړې او القاعده یې تر ډېره کمزورې کړه؛ خو په وینا یې، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سخت پړاو اوس تېر شوی او د اوسني عصر نوو ګواښونو ته باید پام واړول شي.
خلیلزاد ویلي چې د چین راڅرګندېدل، د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب، د اروپا، روسیې او هند د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیاوې او په منځني ختیځ کې ګډوډي د اوسني عصر له مهمو ننګونو دي.
د هغه په وینا، چین هڅه کوي د نړۍ واکمن ځواک شي او د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب ښايي د امریکا او چین ترمنځ د ځواک پر انډول او د جګړو او شخړو پر راتلونکې د پام وړ اغېز ولري.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې مخکښ هېوادونه باید یوازې پر خپلې «وروستۍ جګړې» تمرکز ونه کړي، بلکې هغو نوو خطرونو او ننګونو ته هم پام وکړي چې د دوی پر وړاندې راپيدا کېږي.