کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین د «چینګداو» په نوم بندر کې د بهرني بیرغ لرونکې يوې باروړونکې بېړۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې د چین د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د پېښې پر مهال په بېړۍ کې ۴۲ کسان موجود وو چې ۱۲ یې په خوندي ډول ایستل شوي او پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د راپور له مخې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت باثباته دی.
د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، اور د پنجشنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱:۱۵ بجې هغه مهال ولګېد چې بېړۍ د چینګداو بندر کې د «بیهای» بېړۍ جوړولو شرکت کې ترمیم ته درول شوې وه.
سرچینې لیکلي چې شینهوا دغه بېړۍ «اوشن مېلډي» معرفي کړې ده. د بېړیو د څارنې د وېبپاڼې «VesselFinder» د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ د لایبریا تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.
د چین ولسمشر شي جینپینګ د ژغورنې او لټون عملیاتو د سمدستي ترسره کېدو او د ورکو کسانو د موندلو امر کړی دی.
هغه همداراز د پېښې د څېړنې او د مسوولو کسانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.