ژبه

سوېلي افریقا کې ترافیکي پېښه؛ ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

هچرت الله کاکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۱

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سوېلي افریقا په لوېدیځ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړې او څلور نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې نن په یوه راپور کې ویلي، د پولیسو ویاند وارنټ کریسټوفر سپیس خبریالانو ته وویل چې یاده پېښه پرون د سوېلي افریقا د لوېدیځ کیپ ولايت پر لویه لار د دوو میني‌بس او سوزوکي موټرو ترمنځ شوې ده.

هغه ویلي چې په دې پېښه کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور روغتون ته له انتقالېدو وروسته مړه شوي دي.

سپیس زیاته کړې چې په دې پېښه کې څلور کسان سخت ټپیان شوي هم دي.

په راپور کې د سوېلي افریقا د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې لیکل شوي چې په دغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۱ زره او ۵۰۰ کسانو په ترافیکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.