ژبه

زلنسکي: اوکراین د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د متقابلو بریدونو درولو ته چمتو دی

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۲

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر وایي، هېواد یې د بنسټیزو تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو درولو په تړاو هوکړې ته چمتو دی، په دې شرط چې د کی‌یف شریکان ډاډ ورکړي چې روسیه به هم د اوکراین د انرژۍ مرکزونه، نور بنسټیز تاسیسات او د خوراکي توکو د لېږد لارې نه په نښه کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې ولودیمیر زلنسکي د دوشنبې په ورځ دغه څرګندونې په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې کړې دي.

د راپور له مخې، د زلنسکي څرګندونې ښيي چې اوکراین په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا نه ده تایید کړې چې ویلي یې دي، روسیې او اوکراین هوکړه کړې چې د یو بل د انرژۍ هدفونه به نه په نښه کوي.

زلنسکي ویلي، اوکراین ډاډه نه دی چې روسیه به داسې یوې هوکړې ته ژمنه پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې جګړه باید پای ته ورسېږي او د مهمو بنسټیزو تاسیساتو په برخه کې د تاوتریخوالي کمول د سولې پر لور لومړی ګام کېدای شي.

د ده په خبره، اوکراین په دې اړه له خپلو شریکانو روښانه او مشخص جزییات غواړي.

زلنسکي ویلي، اوکراین چمتو دی په داسې یوه هوکړه کې شامل شي چې له مخې یې پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه ودرول شي، خو دا ډول هوکړه باید د باور وړ او اوږدمهاله وي او د خلکو پر ژوند واقعي اغېز ولري.

بل‌خوا، ډونالډ ټرمپ په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې ادعا کړې چې اوکراین هوکړه کړې د روسیې د انرژۍ هدفونه به نه په نښه کوي او روسیې هم له ورته اقدام سره موافقه کړې ده.

په همدې حال کې، کرملین د دوشنبې په ورځ له اوکراین څخه د ټرمپ د هغې مخکنۍ غوښتنې هرکلی کړی چې د روسیې د ډیزل تېلو د تولید پر تاسیساتو بریدونه ودروي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، له کی‌یف څخه د روسیې پر ملکي اقتصادي بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو د درولو د هرې غوښتنې هرکلی کوي.

رویټرز راپور ورکړی چې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو اوږدواټن بریدونو د روسیې د نفتو پر تصفیه‌خونو د دغه هېواد د سون‌توکو تولید کم کړی او په ځینو سیمو کې یې د پټرولو د کمښت لامل شوی دی.

اوکراین تر دې مخکې ویلي وو چې د روسیې د نفتو پر تصفیه‌خونو په بریدونو سره هڅه کوي د مسکو لپاره د جګړې د دوام لګښت لوړ کړي.

پسکوف دغه‌راز ویلي چې د انرژۍ د نړیوالو بازارونو وضعیت تر ډېره د خلیج په سیمه کې د بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله مخ پر خرابېدو دی.